افغان وګړی محمد تاجک؛ په برېتانیا کې د کډوالو د قاچاق ضد نوي قانون له مخې لومړی محکوم شوی کس
د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د کوچنیو کښتیو دوه چلوونکي د لومړي ځل لپاره د «په سمندر کې د خلکو د ژوند له خطر سره مخ کولو» په نوم د نوي جرم له مخې زندان ته محکوم شوي دي. دغه قانون د برېتانیا د سرحدي امنیت د قانون په چوکاټ کې نافذ شوی دی.
۳۲ کلن افغان وګړی محمد تاجک د جون په ۱۰مه د کینټربري عالي محکمې له خوا په دوو کلونو بند محکوم شو.
د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړي د جنورۍ په ۱۷مه یوه کوچنۍ کښتۍ چې ۷۵ کډوال پکې سپاره وو، د فرانسې له ساحل څخه د برېتانیا د اوبو پر لور رهبري کړې وه. دغه کښتۍ د برېتانیا د سرحدي امنیت د قوماندانۍ له خوا ودرول شوه. د کډوالۍ ادارې ځانګړو افسرانو د ډرونونو د انځورونو او ویډیويي شواهدو په مرسته هغه د کښتۍ د چلوونکي په توګه وپېژانده.
ویل کېږي چې تاجک تر پېژندل کېدو وروسته هڅه وکړه خپل رول پټ کړي او د کښتۍ له انجن څخه په لیرې کېدو سره یې د انجن د بندېدو لامل شو. له همدې امله کښتۍ په سمندر کې بېلارې شوه او د ۷۵ سپرلیو ژوند له جدي خطر سره مخ شو.
هغه برېتانیا ته له رسېدو وروسته په یوه د منلو مرکز کې وساتل شو او بله ورځ د کینټ پولیسو د کډوالۍ ادارې په همکارۍ ونیوه. تاجک د مارچ په ۴مه د «په سمندر کې د خلکو د ژوند له خطر سره مخ کولو» او «له قانوني اجازې پرته برېتانیا ته د ننوتلو» په جرمونو اعتراف وکړ.
د برېتانیا حکومت ویلي چې تر اوسه ۱۴ کسان د دې نوي جرم له مخې تورن شوي دي. دغه قانون د جنورۍ له میاشتې راهیسې نافذ شوی او هغو کسانو ته چې د مانش کانال د اوښتو پر مهال د نورو ژوند له خطر سره مخ کوي، تر شپږو کلونو پورې د بند سزا ټاکي.
برېتانوي چارواکي وايي، دا اقدام د انسانانو د قاچاق پر شبکو مستقیم ګوزار دی؛ هغو شبکو ته چې کډوال د کوچنیو او ناامنه کښتیو په وسیله د مانش کانال له لارې لېږدوي.
دبرېتانیا د کډوالۍ او تابعیت وزیر مایک ټېپ وویل: «دا حکومت د کوچنیو کښتیو د چلوونکو په پېژندلو او زنداني کولو سره د انسانانو د قاچاق پر ډلو مستقیم ګوزار کوي. موږ له ټولو موجودو وسیلو کار اخلو څو ډاډ ترلاسه شي چې هغه بېرحمه مجرمان چې ناقانونه کډوال د برېتانیا ساحلونو ته رسوي، د قانون منګولو ته سپارل کېږي.»
د جنوب ختیځې سیمې او اروپا لپاره د کډوالۍ د څېړنو مشر افسر سټیو بلیکوېل هم وویل: «هغه کسان چې دا کوچنۍ او ناامنه کښتۍ چلوي، د ټولو سپرلیو ژوند له خطر سره مخ کوي. د خلکو د ژوند له خطر سره د مخ کولو نوی جرم د دغو کسانو د محاکمې لپاره مهمه وسیله ده او موږ به د قاچاقبرانو او د دغو کښتیو د چلوونکو د پېژندلو، نیولو او محاکمې هڅو ته دوام ورکړو.»
د برېتانیا حکومت همداراز ویلي چې د انسانانو د قاچاق پر ضد اقدامات، چې نیونې، محکومیتونه او د مجرمانه شتمنیو ضبطول پکې شامل دي، د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې په تېر یو کال کې نږدې ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې راهیسې چې د سرحدي امنیت قومانداني جوړه شوې، تر اوسه د انسانانو د قاچاق پر ضد له ۶۶۰۰ څخه زیات اقدامات ترسره شوي دي. برېتانیا همداراز وايي چې د اوسني حکومت د واکمنېدو راهیسې نږدې ۷۰ زره هغه کسان ایستل شوي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني حق یې نه درلود.
We and our advertisement network partner Google Adsense use cookies on our site to collect and use personal data. We would like you to accept cookies being placed by your browser so that it can analyse website traffic and usage of our service, enable social media features and serve you with personalised content on our site as well as serve you with personalised advertisements from Google on our site, and other third-party websites.
This will involve the processing of your personal information including your IP address and browsing behaviour.
To change your preferences or to reject all but necessary functional cookies, please click “Configure Preferences”, for more detailed information and configuration. Read here for Google's use of cookies and privacy policy.
Read more about our cookies policy.
Would you like to accept these cookies?
| Cookie | Duration | Description |
|---|---|---|
| cookielawinfo-checkbox-analytics | 11 months | This cookie is set by GDPR Cookie Consent plugin. The cookie is used to store the user consent for the cookies in the category "Analytics". |
| cookielawinfo-checkbox-functional | 11 months | The cookie is set by GDPR cookie consent to record the user consent for the cookies in the category "Functional". |
| cookielawinfo-checkbox-necessary | 11 months | This cookie is set by GDPR Cookie Consent plugin. The cookies is used to store the user consent for the cookies in the category "Necessary". |
| cookielawinfo-checkbox-others | 11 months | This cookie is set by GDPR Cookie Consent plugin. The cookie is used to store the user consent for the cookies in the category "Other. |
| cookielawinfo-checkbox-performance | 11 months | This cookie is set by GDPR Cookie Consent plugin. The cookie is used to store the user consent for the cookies in the category "Performance". |
| viewed_cookie_policy | 11 months | The cookie is set by the GDPR Cookie Consent plugin and is used to store whether or not user has consented to the use of cookies. It does not store any personal data. |