په بریتانیا کې د کډوالو د ساتنې نوي بدلونونه؛ نوی قانون څه وايي؟

د خپرېدو نېټه: ۱۸ جولای ۲۰۲۶

د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲مه د کډوالو د ساتنې په نظام کې مهم بدلونونه اعلان کړل. د حکومت په وینا، د دې بدلونونو موخه د پناه غوښتنې یو «قاطع خو عادلانه» نظام رامنځته کول، د ناقانونه کډوالۍ کمول او دا ډاډ ترلاسه کول دي چې ملاتړ یوازې هغو کسانو ته دوام ومومي چې رښتیا هم ورته اړتیا لري.

د نویو مقرراتو له مخې، ډېری هغه کسان چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲مې وروسته د پناه غوښتنه کوي او غوښتنه یې منل کېږي، د پخوا په څېر به د ۵ کلونو پر ځای عموماً لومړی ۳۰ میاشتې (دوه نیم کاله) د اوسېدو اجازه ترلاسه کوي. دا قانون تر ډېره په لویانو او هغو ماشومانو تطبیقېږي چې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای د پناه غوښتنه کوي. خو بې سرپرسته ماشومان به د پخوا په څېر عموماً د ۵ کلونو د اوسېدو اجازه ترلاسه کوي.

د دې ۳۰ میاشتو تر پای ته رسېدو مخکې، اړوند کس باید د خپلې د اوسېدو اجازې د تمدید لپاره غوښتنه وکړي. په دې پړاو کې به د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د شخص د اصلي هېواد وضعیت او د هغه شخصي شرایط بیا وارزوي، څو معلومه کړي چې ایا هغه لا هم نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري که نه.

که ارزونه وښيي چې نوموړی کس لا هم خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د جګړې، ځورونې یا جدي خطر سره مخ دی، نو عموماً به یې د اوسېدو اجازه تمدید شي. خو که د بریتانیا حکومت دې پایلې ته ورسېږي چې د هغه د هېواد وضعیت په بنسټیز او دوامداره ډول ښه شوی او نور د ساتنې اړتیا نه شته، نو کېدای شي د هغه د ساتنې د پای ته رسولو او بېرته ستنېدو بهیر پیل شي. دا پرېکړه په اتومات ډول نه کېږي، بلکې هره قضیه په جلا توګه او د هماغه کس د شرایطو له مخې ارزول کېږي.

د بریتانیا حکومت وايي چې دا تګلاره د ډنمارک له تجربې څخه الهام اخیستی، ځکه دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د لنډمهالې ساتنې سیستم عملي کړی او ادعا کوي چې له دې لارې یې د پناه غوښتنې شمېر په څرګند ډول راکم کړی دی. حکومت همدارنګه باور لري چې له پیل څخه د اوږدمهاله اقامت ورکول ښايي د ناقانونه کډوالۍ لپاره د جذب لامل شي. له همدې امله اوس پر لنډمهالې ساتنې، د دوسیو پر منظمې بیاکتنې او د قانوني کډوالۍ لارو پر هڅونې ډېر ټینګار کېږي.

د حکومت د اعلان شوو پلانونو له مخې، هغه کسان چې د پناه تر ترلاسه کولو وروسته د کار یا زده کړو له لارې لازم شرایط پوره کړي، ښايي په راتلونکي کې د قانوني ویزو د نویو لارو له لارې د اوسېدو لپاره غوښتنه وکړای شي. د دې لارو بشپړ جزئیات لا تر اوسه نه دي اعلان شوي.

همدارنګه حکومت اعلان کړی چې د پناه غوښتونکو لپاره د کورنۍ د یوځای کېدو (Family Reunion) پروګرام په موقتي ډول درول شوی، څو په دې برخه کې نوي مقررات جوړ شي. حکومت غواړي دا مقررات د مالي توان او په ټولنه کې د ادغام له شرایطو سره همغږي کړي، خو وروستي جزئیات یې لا نه دي خپاره شوي.

تر هغه چې د ۳۰ میاشتو د اوسېدو اجازه اعتبار ولري، کډوال به لا هم د کار کولو حق، عامه خدماتو ته لاسرسی او د خپل قانوني اقامت اړوند نور حقوق ولري. نو دا بدلونونه په دې معنا نه دي چې دغه حقوق به سمدستي له منځه ولاړ شي؛ بلکې یوازې د اوسېدو د اجازې موده او د هغې د ورکولو طریقه بدلېږي.

که تاسو یا ستاسو د کورنۍ کوم غړی د دې قانون تر اغېز لاندې راځي، نو ډېر مهمه ده چې د خپلې د اوسېدو اجازې له پای ته رسېدو مخکې د تمدید غوښتنلیک پر وخت وسپارئ. په وخت د غوښتنې نه کول کولای شي د کډوالۍ او قانوني ستونزو لامل شي.

په پای کې باید یادونه وشي چې دا بدلونونه تر ډېره هغو کسانو ته پلي کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲مې وروسته یې د پناه غوښتنه کړې وي. هغه کسان چې له دې نېټې مخکې یې غوښتنلیک ثبت کړی، په ډېرو مواردو کې به لا هم د پخوانیو مقرراتو له مخې ارزول کېږي. که د خپل یا د خپلې کورنۍ د کډوالۍ د وضعیت په اړه ډاډه نه یاست، غوره ده چې له یوه باوري د کډوالۍ وکیل یا مشاور سره مشوره وکړئ، څو د خپلو شخصي شرایطو له مخې سمه لارښوونه ترلاسه کړئ.



Afghan Voice Radio

One Community - One Radio

Current track

Title

Artist

Background
AD